د اوبو او انرژي وزارت سلاکار لغمان ولایت ته د اوبو سرچینو په نښه کولو په پار سفر وکړ

mew-admin
Sat, Sep 24 2022 9:51 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم او ور سره مل د سیندیزې فرعي حوزې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيسانو لغمان ولایت ته د اوبو سرچینو په نښه کولو او په منظم ډول ترې د ګټې اخیستنې لپاره سفر وکړ او د هغه ولایت له والي ښاغلي قاري زین العابدین سره یې وکتل او د یادې موضوع په هکله یې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په دې لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار د لغمان والي ته ډاډ ورکړ، چې د دې ولایت د اوبو سرچینو په اړه به هر اړخیز راپور چمتو او د اوبو او انرژي وزارت له وزیر سره به یې شریک کړي، ترڅو د مهارولو لپاره یې منظم پلانونه جوړ شي.

په ورته مهال، د لغمان والي د اوبو او انرژي وزارت له سلاکار سره په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي په هکله هر اړخیز معلومات شریک کړل او په دې برخه کې یې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار، ورسره مل پلاوي او د لغمان والي د شاهي کانال له سربند څخه هم لیدنه وکړه.

User account menu