په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده
د لاندنې کابل (جلال آباد) سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په بهسودو او سرخرود ولسوالیو کې له ۲۵ کړیو څارنیزو څاګانو څخه د روان زېږدیز کال د اپریل میاشتې ارقام را ټول کړل.
له نوموړو څاګانو څخه د را ټول شوو معلوماتو پر بنسټ، په ښار او نوموړو ولسوالیو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده.
