پکتیکا ولایت کې د نهاري سیند د حریم ټاکلو او مسیر د خلاصون چارې په ښه توګه روانې دي

mew-admin
Sun, Apr 05 2026 8:48 AM
1

پکتیکا ولایت کې د نهاري سیند حریم او مسیر چې د خلکو له خوا غصب شوی وو او د اورښتونو او سیلابونو په وخت کې خلکو ته زیات مالي او ځاني تاوانونه اړوي، اوسمهال یې د حریم ټاکلو او مسیر د خلاصون چارې د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالي کې په ښه توګه روانې دي.

د نوموړي سیند د حریم ټاکلو او مسیر د خلاصون چارې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست په مالي لګښت د پکتیکا د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

User account menu