کندهار سیندیزه فرعي حوزه کې د ظاهر شاهي کانال د ښه ساتنې او پاکاري په هکله ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Mar 30 2026 9:56 AM
1

دغه ناسته د کندهار د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا سید محمد شرافت تر مشري لاندې د ډنډ، دامان او پنجوایي ولسوالیو د استازو او میر آبانو په شتون کې ترسره او د ظاهر شاهي کانال د ښه ساتنې، پاکاري، حقابې او ترمیم په هکله خبرې اترې وشوې.

ښاغلي شرافت په دغه ناسته کې اړوندو مسؤلینو ته د نوموړي کانال د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي، د اصولو او حقابې مطابق د اوبو پر وخت رسولو، د اوبو د ښه تنظیم او کنټرول او مراقبت په هکله اړینې لارښوونې وکړې، ترڅو د اوبو د خوشي‌کولو پر وخت د ستونزو د رامنځته‌کېدو مخنیوی وشي.

User account menu